IQNA

  په ملګرو ملتو کې د خپلواکه فلسطیني هېواد د جوړیدا د پریکړه لیک رسمي تصویبیدا

13:18 - September 14, 2025
د خبر لمبر: 3491702
ایکنا- د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ  د خپلواکه فلسطیني هېواد د جوړیدا د ملاتړ دپریکړه لیک  مسوده تصویب کړه.

 ایکنانیوز د الجزیره خبري چینل له قوله راپور راکړی، د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ له ملګرو ملتو  سره د اکثریت قاطعو رایو، د فرانسې او سعودي عربستان وړاندې شوې پریکړه لیک مسوده تصویب کړه چې د نیویارک اعلانیه د فلسطین مسئلې د سولې له لارې حل او د دوو حکومتي حل عملي کولو ملاتړ کوي.

د پریکړه لیک مسوّده د فلسطین  د حکومت    جوړولوته   ۱۴۲  موافقې، ۱۲  مخالفې او ۱۰  ممتنعې یا سپیڼې رائ ورکړې او تصویب شوه.

په د دغه پریکړه لیک متن کې، په غزه کې پر غیر پوځي وګړو د صهیونیسټي رژیم بې آمانه حملې ، غیر پوځي بیخ بینائي تاسیسات، کلابندي  او لوږه  محکوم شوي او په عین حال ټینګار شوی چې له حماس  پرته چې د غزې له څه  د پاسه دوه ملیونه اوسېدونکو څخه د ډيرو ځمکنی بنسټ دی، په فلسطیني ټاټوبي کې د دوو حکومتونو د جوړیدا د  حل احیا باید عملي شي.

په دغه پریکړه لیک کې هم ټینګار شوی چې په غزې کې جګړه باید اوس پای ته ورسېږي.

د نن ورځې رایې اچونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له هغې راتلونکي غونډې مخکې تر سره شوې چې د ریاض او پاریس لخوا په ګډې مشرئ کې د ستمبر په ۲۲ نیټه په نیویارک کې ترسره کېږي چې  د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون، ژمنه کړې چې رسماً  فلسطین هېواد وپیژني.

https://iqna.ir/fa/news/4304644

captcha